کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
په پکتيکا کې په لسګونو سېلاو ځپلو کورنيو د دغه ولايت له پېښو سره د مبارزې او د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا د رياستونواود ښاروالۍ په همکارى خوراکي اوغير خوراکي توکي ترلاسه کړل .
د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې د رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په هرې کورنى پنځوس کيلو اوړه، شل کيلو وريجې، پنځه ليتره غوړي، درې کيلولوبيا، درې کيلوبوره، دوه کيلومالګه، يوکيلوچاى ، د پخلنځي توکي او يو ترپال وويشل شول.
هغه وويل دغه کورنى د سېلاونو د راوتلو له امله د دغه ولايت په برملي ولسوالۍ کې خپل کورونه له لاسه ورکړي و .
ختم_ ج _اکرم