امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۴۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰ مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۱تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه یې ټپیان شوي او ۳ تنه نور یې نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، دغه ترهګر د ارزګان، قندهار، پکتیا، میدان وردګو، غزني، فاریاب، کاپیسا، تخار، کندز  او د نیمروز په ولایتونوکې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي: په ترسره شویو بریدونوکې د وسله والو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات، نقلیه وسایط او پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته