– کابل / د غوايي ۱۹ مه / باختر
د پنجشير د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست نن د دغه ولايت په لومړۍ برخې ولسوالۍ کې له ۱۹۵۰ اړمنو کورنيو سره د نغدي مرستې خبر ورکړ.
د پنجشير ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسوول مولوي محمد عزيز محمدي د باختر اژانس خبريال ته وويل چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۳۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
ع
3