په پلخمري ښار کې په يو سړک کريړ اچول او اوارول بشپړ شول .
ديو زرو پنځه سوه مترو په اوږدوالي دغه سړک چې ديوه پله له لارې دپلخمري ښار د سيند ددواړو غاړو په لسګونوکلي سره نښلوي دهنګري دبيا جوړونې دولايتي ټيم له خوا داووه ديرشو زرو ډالرو په لګښت اوار اوکريړ پري اچول شوى دى .
دبغلان ولايت يو مسوول اسد الله شيرزاددباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ، ددغه سړک په اوارولو او کريړ اچولو سره دپلخمري دزرګونو اوسيدونکو په تګ راتګ کې اسانتياوي برابري شوى دى .