خبرونهټولنه

په پروان کې د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د څه باندې ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارو د پیل خبر ورکوي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ټولنیز معیشت پروګرام له لارې د ۳ میلیونه ۵۵ زره افغانیو په لګښت ۴۰۰ متره سړک او ۲۱۰ متره فرعي کوڅې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.
ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغه سړک د جوړېدو چارو د پیل هرکلی کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته