-کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د سماع قلم په نامه د پروان پوهنتون د محصلينو د خطي آثارو نندارتون پرون د پروان پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې جوړ شو.
د پروان پوهنتون رئيس ډاکتر محمد عزيز کاظم باختر آژانس ته وويل، چې پوهنتونونه د انګيزو او نوښتونو د زيږون ځاى دي چې له نېکه مرغه يو شمېر نوښتګرو محصلينو خپل هنري، خطي او د رسامۍ آثار نندارې ته وړاندې کړي دي.
ډاکتر کاظم زياته کړه چې علمي بنسټونه په ټوله نړۍ کې د اختراعاتو او د هنري آثارو د رامنځته کولو مرکزونه دي.
هغه د پوهنځيو له مشرتابه څخه وغوښتل، چې خپل خلاق او نوښتګر محصلین وهڅوي چې خپل فکري او ذهني اثار زيات کړي.
په همدي حال کې د پروان پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس محمد شعيب فرهمند وايي، چې په دې نندارتون کې يو شمېرمحصلانو د خپلې خطاطۍ، رسامۍ او هنري آثار نندارې ته وړاندې کړي او په نږدې راتلونکي کې به د رسامۍ، ميناتورۍ، خطاطۍ او د حکاکۍ یو بل نندارتون هم جوړ شي.
د پروان پوهنتون د فارسي ژبې او ادبياتو پوهنځي د څلورم ټولګي محصل نوشېروان عادل وويل، چې په دې نندارتون کې یې خپل ٧٦ آثاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
\ ج