کابل باختر د ليندۍ دريمه :
په کونړ ولايت کې ديو ماين دچاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته دماڼوګى ولسوالۍ د ننګلام په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو دسپرلۍ کاروان په ښخ کړى شوي ماين وخوت . دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې ، شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په ننګرهار ولايت کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان دخوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوځيانو د عملياتو په بهير کې ووژل شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل