کابل / د غوايي ۲۸ مه / باختر
د پروان امنیتي ځواکونو نن ۲ تنه په دغه ولایت کې د ۱۸ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیولي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو د پلټنې په بهیر کې د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي له ۱۸ کیلوګرامه اپینوسره نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو کسانو نشه یي توکي په مهارت سره د موټر په ټایرونو کې ځای پرځای کړي و.
نیول شوي کسان د څېړنې لپاره د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته وسپارل شول.
ع