کابل / د کب ۷ مه / باختر
پوليسو نن دوه کسان په پروان کې د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر يوه مسوول باختر آژانس ته وويل: پوليسو دغه کسان په سالنګ ولسوالۍ کې د پلټنې په عملياتو کې ونيول.
دغو کسانو نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يو کرولا موټرکې ځاى پرځاى او غوښتل يې له شمال څخه نامعلوم ځاى ته ولېږدوي.
هغه وويل چې له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات دوام لري.
پاى \ ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ