خبرونهټولنهTOPښوونه او روزنه

په وردګ پوهنتون کې د ۷ پروژو کار پیل او ۳ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم میدان وردګو ولایت ته د سفر پر مهال په وردګ پوهنتون کې د ۷ پروژو کار پیل او ۳ یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد نديم وویل چې ټول مسلمانان د دیني علم ترڅنګ عصري علومو زده کړو ته جدي اړتیا لري او دا د اسلامي نظام مسولیت دی چې ولس ته د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو د زده کړې زمینه برابره کړي.
ورته مهال د وردګ پوهنتون رئیس شیخ صفت الله حقاني وویل چې له يادو پروژو څخه، د علمي او څېړنيز مرکز ودانۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي لابراتوار، د برېښنا شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ۷ نورو پروژو چارې پیل شوې.
وردګ پوهنتون د اسلامي امارت په راتګ سره د پام وړ پرمختګ کړی چې اوس مهال ۵ پوهنځي لري او ۱۵۰۰ تنه محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.
هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د یاد پوهنتون احاطې دېوال د جوړېدو د بنسټ ډبره هم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له خوا کېښودل شوې وه او اوس مهال یې ۶۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته