خبرونهروغتیا

په هېواد کې  شپږاتيا کسان د کرونا ويروس له امله مړه شول

 کابل/ دغبرګولې ٣١مه / باختر

د عامې روغتيا وزارت اعلام وکړ چې په تېرو ٢٤ ساعتوکې ١٥٧٥ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي.

دهغه شمېر له مخې چې نن دغه وزارت خپور کړ، په  تېرو ٢٤ ساعتو کې  په کرونا  ويروس  ٨٦ تنه مړه شول او ٦٣٧ نور روغ شول.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا هندي ډوله پرمختللي ويروس په چټکى سره د پراختيا په حال کې دى او ويل کېږي چې  په نړۍ کې د دغه ويروس څلورمه څپه هم پېژندل شوې ده .

دعامې روغتيا وزارت شمېرني ښيي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدوله پيل څخه تراوسه پورې د دغه ويروس ١٠٩ زره  ٥٣٢ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي چې له دې جملې څخه ٤زره ٤٥٢ تنه مړه شوي دي .

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.

ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته