کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
تيره شپه دهرات په ولايت کې يوه سړي خپله ديرش کلنه ميرمن له ناندرو وروسته په خپل کور کې ووژله .
دهرات ولايت دپوليسو وياند عبدالروف احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل ميرمن ثريا له خپل ميړه سره له ناندرو وروسته سخته ووهل شوه او وروسته دخپل ميړه له خوا د ډبرو په پرله پسې ګوزارونوسره ووژل شوه .
ثريا داسلام کلا دديارلسم سمت په نامه د سيمې اوسيدونکي وه چې دوژنې اصلي انګيزه يې تراوسه نه ده معلومه .
خبرځاى زياته کړه ددغې ميرمن ميړه غلام سخي له خپل ورور اومور سره دپوليسو له خوا نيول شوى او تحقيقات ترى پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ