خبرونهامنیتTOP

‏په هرات کې يوه ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه

کابل، د وري ۲۴مه، باختر
د کورنيو چارو وزارت، په هرات کې د انسان تښوونکو له منګولو څخه د يوې ماشومې د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: ‏”د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ اړوند د امن عامه پولیسو، د یو لړ پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ يوه پنځه کلنه فهیمه نومې ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.”
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه ماشومه ٩ ورځې وړاندې د یاد ولایت د اوومې حوزې له مربوطاتو څخه د دوو ښځو له خوا تښتول شوې وه.
ويل شوي چې د قضیې په تړاو دوه انسان تښتوونکې د پوليسو له خوا نيول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته