خبرونهامنیت

په هرات کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

په هرات کې پرون مازيګر د ۶ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.

د  ٢٠٧ ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغې قول اردو د ماين پاکۍ ټيم د هرات د ګلران ولسوالۍ له بېلابېلو سيمو څخه د وسله والو طالبانو ۶ ماينونه کشف او شنډ کړل.

خبرځاى زياته کړه چې وسله والو طالبانو دغه ماينونه پر ملکيانو او پوځيانو د برید په موخه ښخ کړي وو.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته