خبرونهامنیت

په نیمروز کې لسګونه ټنه بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه شول

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو لسګونه ټنه بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یوه اندازه قاچاقي توکي، چې هېواد ته راوړل کېدل؛ کشف او ترلاسه کړي دي.

په ترلاسه شویو توکو کې ۳۳ ټنه مالټې، ۲۲ ټنه شیریني باب، ۲۳.۷ ټنه رُب او همدا رنګه لس موټرسایکلونه شامل دي.

د پېښې په تړاو نیول شوي کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوند مسوولینو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته