خبرونهاقتصادټولنه

په نیمروز کې د ۲۰ کیلومتره سړک د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د سلواغې ۲۲ مه، باختر

د نیمروز سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلو متره سړک د رغولو خبر ورکړی دی.

د نیمروز د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا محمد حق بشیر د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د نړیول بانک په مالي ملاتړ د ۱۸ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې پر ۲۰ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې به د یوې میاشتې په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې په بشپړېدو سره به د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې لرې شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته