امنیت

دانګلستان ددفاع وزير : بريتانوي ځواکونه به تر هيڅ راز شرايطو لاندې افغانستان ته ستانه نه شي .

کابل باختردلړم پنځمه :
دانګلستان ددفاع وزير په افغانستان دبريد په بهير کې  يې د تيروتنې خبرې کړي دي .
باختراژانس دبهرنيو خبري سرچينو له خولې خبر راکړ. دانګلستان ددفاع وزير مايکل  فالون ويلي دي عقيده لرم چې داردو جنرالانو يولړ تيروتنې وکړې اودا سياسي او نظامي  تيروتنې وې .
دده دڅرګندونو له مخې، په لومړيو وختو کې مناسب تجهيزات نه و  او په کافي اندازه  ځواکونو شتون نه درلود چې افغانستان دې دنړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته امن اوباثباته شي .
  ده ټينګار کړى دى چې بريتانوي ځواکونه به تر هيڅ  راز شرايطو لاندې افغانستان ته ستانه نه شي آن که چيرې په کابل او هلمند کې پراخ اړو دوړ رامنځته شي .
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې پرون دامريکايي او انګليسي ځواکونو وروستيو پوځي واحدونو په افغانستان کې خپل پوځي فعاليتونه پاى ته ورسول  اوخپله پوځي اډه يې افغان ځواکونو ته وسپارله .
بريتانيا  په هلمند کې  افغان ځواکونو ته دبازشن دوروستي  پوځي اډې په سپارلو سره ، دامريکا دليدرنګ پوځي اډه چې دبازشن پوځي اډې  ته څيرمه ده هم افغان پوځيانو ته سپارلې ده .
انګليسي پوځيان ديارلس کاله مخکې  په افغانستان کې دوسله والو طالبانو دډلې له راپرځيدو وروسته افغانستان ته راغلل او دهلمند دبازشن دپوځي اډه له ٢٠٠١ ميلادي کال  راپديخوا ددوى داصلي اډې  په توګه بلل کيده چې تراوسه پورې ٤٥٣ تنه انګليسي پوځيان په افغانستان کې د ډار اچونې پرخلاف  مبارزه کې وژل شوي دي .
په هلمند کې دبريتانيا دبازشن پوځي اډه په هوايي ډګر او په پوځي تجهيزاتو او روغتون سره سمبال ډيره ستره  بهرني  اډه ده چې په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې لس زره تنه بريتانوي پوځيان په هغې کې ديره و .
درارسيدلو خبرونو له مخې  ټاکل شوې ده دروان عيسوى کال په وروستيو وختو کې  ټول نړيوال ځواکونه  په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پاى ته ورسوي  او له افغانستان څخه ووځي او ټاکل شوې ده چې دګوټي په شمار يوشمير  بريتانوي ځواکونه له افغان سرتيرو سره دمرستې او دسلامشورو لپاره په افغانستان کې پاتي شي .
  په همدې حال کې بريتانوي پوځيانو ويلي دي چې په افغانستان کې له ياغيانو سره په جګړه کې  دبريتانيا  ونډه اخيستنه خپل ارزښت لري او افغان امنيتي ځواکونه هم پياوړي شوي دي او هيواد زيات ثبات پيداکړى دى.
دکارپوهانو په باور: ٢٠١٥ ميلادي کال به افغان امنيتي ځواکونو ته دازمايښت کال وي .  ددوى دڅرګندونو له مخې،  افغان امنيتي  ځواکونو په وار وار دپرمختللو عصري پوځي تجهيزاتو او ددرندو جنګي وسايلو دنه لرلو له امله شکايت کړى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته