خبرونهاقتصاد

په نیمروز کې د یوه سړک د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د کب ۲۸ مه، باختر

د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د ۲ کیلو متره سړک د رغولو چارې پيل شوې دي.

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د یادې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي چې یاد سړک د دغه ولایت د داخلي عوایدو پرمټ جوړېږي او ټول عواید به په پراختیايي او رغنیزو چارو ولګول شي.

په ورته وخت کې د ټولګټو چارو رییس مولوي جان محمد بدري ویلي چې پر دغې پروژې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په ۴ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په حاکیمت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته