خبرونهنړۍ

تېر ۲۴ ساعتونه د صهیونست ځواکونو لپاره مرګوني وه

نړۍ، د غوايي ۱۶مه، بهرنۍ رسنۍ

د صهیوسنت رژیم رسنیو خبر ورکړی، چې پرون شنبې ورځ او تېره شپه د صهیونست پوځونو لپاره په غزه او اشغالي سیمو کې له مرګ ژوبلې ډکه وه او د لسګونو په شاخوا کې پوخيانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوې اسرایلي رسنۍ راپور ورکړی، چې تېره ورځ د جګړې له ډګره لېږدونکې ځانګړې پنځه الوتکې لیدل شوې دي، چې له غزې څخه اسرایلو ته یې پروازونه کړي دي.

دغې رسنۍ د ځینو سرچینو له قوله زیاته کړې، چې دغو الوتکو کې ټپي شوي او وژل شوي اسرایلي سرتېري لېږدول شوي دي.

دغه راز په اشغالي سیمه تولکرم کې هم فلسطیني جهادي ډلو پر اسرایلي پوځيانو برید کړی او ګڼ شمېر پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده، اسرایل د خپلو تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه خپروي او دغه راز رسنیو ته هم د دقیقو معلوماتو د خپرولو اجازه نه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته