خبرونهاقتصادټولنه

په نیمروز کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

کابل، د کب ۳مه، باختر

د زرنج د ښاروالۍ مسوولینو د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت د سړک د غاړې جدولونو د بیارغولو د چارو له پیل خبر ورکړی دی.

د زرنج ښاروال مولوي صلاح‌الدین ممتاز د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ۱۷ ميليونو ۴۹ زره ۴۴۰ افغانيو په لګښت د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي د سړک غاړې د جدولونو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

ممتاز زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د سړک د غاړې جدولونو د بیارغونې ترڅنګ دوه د اوبو ذخيرې هم شامل دي چې د دوه نيمو مياشتو په موده کې به یې چارې  بشپړې شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته