کابل/د تلي ٨مه /باختر
د محمود راقي ښاروالي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د تجارتي بازار د جوړولو کار ٩٥سلنه پرمخ تللى دى او ډېر ژر پرانيستل کېږي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د محمود راقي ښاروال محمد جميل حسام چې د نورومسوولينو په ملګرتيا د دغه ښار د تجارتي بازار د پروژې کار څارنه او ارزونې کولى وويل چې دغه تجارتي بازار په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د محمود راقي ښاروال وويل چې د بنسټيزو پروژو جوړول د ښارونو په انډوليزه پراختيا او وده کې د ټولنې له اساسي اړتياو څخه دي.
دغه تجارتي بازار په دريو پوړونو کې جوړ شوى دى او ٥ دوکانونه لري.
-ج-ا