کابل / د کب ۲۷ مه / باختر
د بغلان په مرکزي ښار کې د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو هڅې پیل شوې.
ټاکل شوې د دغو ځمکو اوبه به د کانال په پاکولو سره له لرې واټن څخه تامین شي.
پورتنی کانال د پلخمري له ښار څخه ډېر لرې تېرېږي. دغه کانال چې اتلس کیلومتره اوږدوالی لري د غرونو له لوړو څخه د ښار کروندو ته اوبه رسوي.
خو د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یوه چارواکي امرخیل باختر آژانس ته وویل چې د لوړ واټن د اوبولګولو کانال په پاکولو سره به د کروندګرو ۲۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي د یاد کانال د پاکولو لګښت فرانسه ورکوي.
د پلخمري ښار سلګونه وزګار ځوانان په دغه کانال کې کار کوي.
ټاکل شوې دغه کانال تر ۲۰ راتلوونکو ورځو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کروندګر د پورتني کانال له پاکولو خوښ دي او وايي چې د کافي اوبو په درلودلو سره به يې کروندې ښې شي.
ع