خبرونهاقتصادټولنه

په نورستان کې ۴۵ شنې خونې جوړې شوې

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ د دې ولایت په مرکز پارون، وایګل، کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې د ښځینه بزګرانو د ملاتړ په پار ۴۵ شنې خونې جوړې کړې دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا یادې بزګرې ښځې  په شنوخونو کې د کرکیلي او حاصل ټولو په پار روزل شوي او ترڅنګ یې پر دوی کیمیاوي سرې، د سبو تخمونه او په شنوخونو کې کارېدونکي توکي هم وېشل شوي دي.

د دغو شنوخونو جوړول د بې وزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په ټولو موسمونو کې تازه سبو ته د خلکو لاس رسی او د خوړو خوندیتوب دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته