
کابل ، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
د نورستان ولايت د سړکونو او واټونو د جوړولو او بيا رغونې کار ګړندى شوى دي.
ټاکل شوې ده په لسګونو واټونه د کار په بدل کې د غنمو ورکړې په پروګرام کې ورغول شي.
نورستان د افغانستان له وروسته پاتې ولايتونو څخه دی، چې په وروستيو کلونو کې ورته دومره پاملرنه نه ده شوې.
د نورستان والي او د کرنې رئيس څرګنده کړه، چې ټاکل شوې ده په سلګونو تنه د سړکونو د جوړولو او بيا رغونې لپاره د غنمو د ترلاسه کولو په بدل کې استخدام شي.
د نورستان والي باختر آژانس ته وويل؛ ټاکل شوې ده هر کارګر ته په ورځ کې١٠ کيلو ګرام غنم ورکړل شي.
\ ذ