امنیت

پنځه پاکستاني تروريستان په نورستان کې ووژل شول

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
پنځه پاکستاني تروريستان د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو په ډزوکې ووژل شول.
پر دغو تروريستانو تېره شپه ناوخته کله چې نوي له پاکستان څخه د ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو په خاطر نورستان ته راغلي وو، بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د هېواد د سرحدي ځواکونو په ډزوکې پنځه پاکستاني تروريستان ووژل شول.
هغه وويل چې دغه تروريستان د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره نورستان ته راغلي وو.
په پېښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته