خبرونهټولنه

په ننګرهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل،  کب ۱۴مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ننګرهار په ۶ ولسوالیو کې د څښاک اوبو ۳۰ څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه وزارت ویلي د ډاڼیډا مؤسسې په مالي مرسته د ننګرهار ولایت په شیرزاد، خوګیاڼی، چپرهار، پچیرآګام، هسکه مینه او حصارک ولسوالیو کې د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۰ څاه ګانو د کیندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد وزارت زیاته کړې چې د یادو څاه ګانو په بشپړیدو سره د نوموړو ولسوالیو ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته