کابل / دکب ١٤مه /باختر
په ډېرې خواشینۍ سره د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په باوري کلي کې د ګچو د تولید کارخونې پر کارکوونکو د تروریستي برید له امله د یادې کارخونې اووه کارکوونکي په شهادت ورسېدل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
جمهورريیس د دې وحشیانه عمل د غندنې ترڅنګ وویل، طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یو وار بیا ثابته کړه چې په سولې باور نه لري او زموږ بېګناه هیوادوال وژني.
جمهورريیس د دې دردناکې پېښې د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو لپاره د ننګرهار ولایت مسوولینو ته جدي لارښوونې وکړې.
د هیواد جمهورريیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او هغوی ته د لوی الله له دربار څخه د جمیل صبر هيله کوي.#
ختم-ج