کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې پر۴۱۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
په مرسته کې پر هرې کورنۍ مالګه، یوه ۵۰ کیلويي بورۍ اوړه، ۴ لېټره غوړي او شپږ کیلو دال ووېشل شول.
په ورته وخت کې د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست پر ۵۴۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په آلمان کې د افغان ښځو ټولنې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په همکارۍ د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې پر ۵۴۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل.
ع