خبرونهاقتصادټولنه

په میدان وردګو کې د پاپړ جوړولو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پاپړ جوړولو یوه فابریکه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمر محمد خان ځواک باختر آژانس ته وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دې ولایت په مختلفو برخو کې پانګه اچونه زیاته شوې او تر دې دمه د پلاستیک، کنجاړې، جوسو، د اکسیجن د تولید او نورې فابریکې جوړې او فعالیت یې پیل کړی دی.
ځواک د دې ولایت په ټولو پانګه والو غږ وکړ چې په دې ولایت کې پانګونه وکړي ځکه چې یاد ولایت د مرکزي موقعیت ترڅنګ د کاني او کرنیزو منابعو په درلودلو سره پانګونې ته جوړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته