خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې د مڼې څلور لارې چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د میدان وردګو د ښاروالۍ مسوولین په دغه ښار کې د یو سوداګر په مالي ملاتړ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلور لارې د جوړولو خبر ورکړی دی.

د میدان ښار ښاروال مولوي عبدالله دروېش باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ښاري ښکلا په موخه د یو سوداګر په مالي ملاتړ د ۱.۲میلیونه افغانیو په لګښت د مڼې څلور لارې د رغولو چارې بشپړې شوې دي.

یاده دې شي، چې په میدان وردګو کې د ښاروالۍ له لوري ګڼ شمېر پروژې پلې او یا یې چارې عملاً روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته