خبرونهاقتصاد

په میدان وردګوکې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرېږي

 کابل / د چنګاښ ۲۲ / باختر

په میدان وردګوکې د اوبو د دریو کاریزونوپه جوړېدوسره ټاکل شوې ده د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شي.

د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه کاریزونه د ۹ میلیونوافغانیوپه لګښت جوړاو بیا رغاول کېږي.

په جغتو ولسوالۍ کې بزګرانو د دوی کرنیزوځمکوته د اوبو د برابرولو لپاره د دولت له هلوځلوڅخه خوښي څرګنده کړه اوهغه یې د دوی د کار او کرکیلې په سمون کې ګټوروباله.

ټاکل شوې ده دغه کاریزونه ترشږو نورمیاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هیله کېږي له دغوکاریزونوڅخه په ګټې اخیستنې سره ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته