
په ميدان وردکو ولايت کې پرون د طالبانو دبريد له امله دامنيتي کمپنۍ پنځو تنو ساتونکو ته مرګ ژوبله واوښته .
دميدان وردکو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې ديوې اميتي کمپنۍ په ساتونکو دوسله والو طالبانو دبريد له امله يو تن ساتونکي ووژل شو او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهد الله شاهد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه بريد تيرماښام دجلريز ولسوالۍ په ملاخيلو سيمه کې وشو .
خبرځاى زياته کړه وسله والوطالبانو ديوې امنيتي کمپنۍ په ساتونکو بريد وکړ چې له امله يې دکمپني يو ساتونکي وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيانشوي دي .
شاهد څرګنده کړه په دې بريد کې دامنيتي کمپنۍ دساتونکو يو سرف موټر هم ويجاړ شوى دى .
ده زياته کړه پوليسو په سيمه کې دپلټنې پيل کړي دي .