کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
ځايي سرچینو په لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د یوې کشفي الوتکې د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
د باختر اژانس د راپور له مخې یاده الوتکه، چې یو څه تخریب شوې هم ده د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ۴مې پلې لوا د منسوبینو له لوري ترلاسه شوې ده.
یاده الوتکه د لوګر د مرکز اړوند په غیرت آباد سیمه کې ترلاسه شوې ده.
د یادې الوتکې په اړه تر دې نور جزيیات نه دي خپاره شو