امنیت

يو ځانمرګي يرغلګر ونيول شو .

کابل باختر دزمري پنځمه : دملي امنيت دلوى رياست موظفينو يوځانمرګي يرغلګر په لوګر ولايت کې ونيوه . دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دملي امنيت دلوى رياست موظُفينو دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ دکاريزانو دکلي په مربوطاتو کې دطالبانو له ډلې سره په جګړه کې دبخت الله په نامه يوځانمرګي يرغلګر په داسې حال کې چې ټپي شوى و ، ونيول شو . ځانمرګي يرغلګر دلومړنيو تحقيقاتو په بهير کې په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې دحقاني دتروريستي شبکې ديو قوماندان ريحان په لارښوونه دپوځي تعليماتودزده کړې او له ځانمرګو واسکټونو څخه داستفادې دلارو چارو دزده کړې په مقصد پيښور ته استول شوى و او دځانمرګو واسکټونو دکارولو لارې چارې يې په ميرامشاه کې دپنجابي استادانو له خوا زده کړې دي . او دکابل ولايت دچاراسياب ولسوالۍ دنجونو په ليسې دځانمرګي بريد ترسره کولو ته چمتو شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته