کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر
د لوګر د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خېل باختر آژانس ته وويل، چې د لوګر د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست د دغه ولايت د بيړني حالت د کميټې په همغږۍ نن پر ٤٣ کورنيو چې کورونه يې د لوګر په مرکز، څرخ او بره کي برک په ولسواليو کې د سېلاوونو له امله وېجاړ شوي وو، د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست له خوا خيمې، ترپالونه، د اوبو سطلونه، د لاس مينځلو صابونونه او د اوبو پاکونکي تابلېتونه او د دغه ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې په هرې کورنۍ يوه يوه بورۍ وريجې وويشلې.
هغه په لوګر کې له سېلاو ځپلو سره د زياتو مرستو د ترسره کولو خبر هم ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې په لوګر کې د وروستيو سېلاوونو د راوتلو له امله د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د زرګونو جريبه ځمکې حاصلات له منځه تللي او د استوګنې په لسګونو کورونه وېجاړ شوي او يو ماشوم هم وژل شوى دى.
\ ج