۲۷- کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر
د وسله والو طالبانو يو سرګروپ له پنځو ملګرو سره يې تېره شپه په لوګر کې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ وسله والو طالبانو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو د بريد نيت درلود چې د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول او په پايله کې د قاري اسماعيل په نامه د وسله والوطالبانو د يو سرګروپ په ګډون ۵ نور طالبان ووژل شول.
د دغه بريد په پایله کې د دښمن وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ