کابل / د وري ۳۰ مه / باختر
د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې پر دریو سړکونو د کریړ اچولو او آوارولو چارې پیل شوې.
دغه درې سړکونه ۱۰،۲ کیلومتره اوږدوالی، ۷ متره سور او ۱۵ سانتي متره پلنوالی لري چې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام په آډانه کې رغول کېږي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین د خلکو او هېواد لپاره ورته پروژې ګټورې وبللې او د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل چې د ټولګټو پروژو په تطبیق او څارنه کې له دولت سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت په بریا سره امنیت په بشپړه توګه تامین شوی او د دغه ولایت مسوولین له خلکو څخه غواړي چې له نظام سره اوږه په اوږه د هېواد په آبادی کې ونډه واخلي.
ع