خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان کې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د کابل – جلال اباد د لویې هډې د سړک او احاطې د جوړولو چارې پیل شوې.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد وویل چې دغه پروژې د مهترلام ښاروالۍ په لګښت جوړېږي چې ۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د څلورو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

ورته مهال د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت بیا وویل چې د یادې هډې سړک ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې په کې د ۳۸۰ متره احاطې جوړول هم شامل دي.

بل لور ته موټر چلوونکو له ولایتي ادارې او مهترلام ښاروالۍ مننه وکړه چې د سړک جوړولو او احاطې کارونه یې پیل کړل، هغوی وویل یاد سړک خامه دی د چلونې پرمهال پکې ګردونه زیات وي چې په جوړېدو سره به یې یاده ستونزه حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته