خبرونهټولنه

په لغمان کې د څه باندې ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

کابل، د لړم ۲۹ مه، باختز
په لغمان کې د مهترلام او قرغیو ښاروالۍ په ګډه همکارۍ د قرغیو ولسوالۍ اړوند سرخکانو پله تر څېرمه د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور په نوم د الاقصی په څېر یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل چې دغه جومات د څلورو میاشتو په موده کې د مهترلام او قرغیو ښاروالۍ په ګډه همکارۍ د ۱۰ میلیونه ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو، چې ۵۰۰ تنه لمونځ کوونکي په کې ځاېږي.
نوموړي همداراز له مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل ترڅو په ټول هېواد کې د الاقصی په څېر جوماتونه جوړ کړي چې مسلمانانو ته خپله لومړنۍ قبله او د بیت المقدس تاریخي قدامت په یاد پاتې شي.
د قرغیو ښاروال خالد شریفي وویل یاد جومات چې د کابل_جلال اباد پر لویه لاره موقعت لري، د مسافرو او د سیمې اوسېدونکو لپاره د عبادت غوره مرکز شو.
بل لور ته د سرخکانو سیمې اوسېدونکو د جومات جوړول یوه لویه لاسته راوړنه وبلله، هغوی وویل چې یاد جومات دوی ته د عبادت ترڅنګ د بیت المقدس تاریخي جومات وریادوي، کوم چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته