اقتصاد

د بند امير- يکاولنګ سړک او د مزارشريف د هوايي ډګر د جوړولو موافقه ليکونه لاسليک شول

کابل/ د کب ١٠مه/ باختر
د ماليې وزارت مالي معين او سرپرست عبدالحبيب ځدران د  ٨.١٠ ميليونو ډالرو د وړيا مرستې موافقه ليکونه په کابل کې د هند له سفير ويناى کومار سره په ماليې وزارت کې لاسليک کړل.
په دغو موافقه ليکونوکې د ٨.٧ ميليونو ډالرو په لګښت د ١٦ کيلومترو په اوږدوالي د بند امير – يکاولنګ سړګ د جوړولو او ٣ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت د ٢ کيلومترو په اوږدوالي د مزارشريف د هوايي ډګر سړک جوړول شامل دي چې تطبيق يې دوه کاله وخت نيسي.
د ماليې وزارت مالي معين او سرپرست د دغو موافقه ليکونو د لاسليک په اړه وويل:   له افغانستان سره د دوست هېواد هندوستان مرستې زياتره د بشردوستانه او بنسټيزو پروژو په برخوکې ترسره شوي دي چې د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او د چابهار بندر د لومړي فاز جوړول د هغو بيلګې دي.
په کابل کې د هندوستان سفير ويناى کومار وويل: موږ افغانستان خپل يو ستراتيژيکي شريک او دغه موافقه ليکونه له افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو د زياتې پراختيا په لاره کې يو مثبت ګام بولو.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت معين وويل چې دغه موافقه ليکونه د دواړو هېوادونو د مخ پر زياتيدونکو همکاريو ښکارندوى دي او هندوستان په بنسټيزو برخوکې د افغانستان ستراتيژيک همکار دى.
هغه زياته کړه: لېوال دى چې د دواړو هېوادونو اړيکې لا پياوړې شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته