ټولنه

په لغمان کې د نږدې١٣٠٠ میلیونو افغانیو په ارزښت د بېلا بېلو ټولګټو پروژوچارې روانې دي

کابل/ باختر د وږي دمياشتې لومړۍ :
همدا اوس په ټول لغمان کې د نږدې ١٣٠٠ میلیونو افغانیو په ارزښت د بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې روانې دي.
دغه ټکی د لغمان ولايت د اقتصاد رياست سرپرست انجنير محمد دين د لغمان والي په مشرۍ د سکتوري رييسانو او همکارو موسسو د مسوولینو په ګډون ولایتي پرمختیايي غونډه کې وکړې.
نوموړي د ولایت په انکشافي بهیر لنډه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې دا مهال په ټول لغمان کې د نږدې دیارلس سوه میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۲ بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې روانې دي.
د ده پر وینا چې په همدې میاشت کې یواځې د برېښنا امریت اړوند د ۱۷۲ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
وروسته په غونډه کې د سکتوري ریاستونو او د همکارو موسسو مسوولینو د سراج کلا، د کرکټ لوبغالي، د سرپټې جمنازیون او د نورو پروژو د چارو د نظارت او کنټرول په تړاو د ټاکل شويو پلاوو له لوري د رپوټونو په وړاندې کولو سربېره په تېره یوه میاشت کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ارزونې ترڅنګ د ولایت په امنیتي او انکشافي بهیر هم رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې ولایتي اداره ژمنه ده څو په خپل ټول توان سره په یادو برخوکې د ولس ستونزو او غوښتنو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي.
نوموړي خوښي څرګنده کړه چې د پروژو د قراردادونو په ورکړه کې د رڼې داوطلبۍ او نورو پروسیجرونو په بشپړولو سره د بېلابېلو پروژو په قراردادونوکې څه دپاسه دوه ویشت میلیونه افغانۍ د حکومت بودیجې ته سپما شوې دي.
ښاغلي نعیمي د پروژو د کنترول او نظارت په اړه د ټولو اړوندو ادارو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې د هر ټاکل شوي پلاوي مشر مکلف دی چې ولایت مقام ته د رپوټ وړاندې کولو ترڅنګ هماغه اړونده ادارې ته هم مهاله د رپوټ کاپي ولېږي او بیا یې په چارو کې د اصلاحاتو او سمون راوستو په برخه کې وخت په وخت په دقیقه توګه بيا نظارت او کنترول وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته