کابل، د لړم ۲۸مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د اسپوتنیک خبري سایټ ( له ایران څخه افغانستان ته په خپله خوښه د۴۵۰ زره کډوالو راستنېدل ) ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د ايران د مهاجرت د ملي ادارې د غير قانوني کډوالو د مديريت مسوول وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې ۴۵۰ زره هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد يې نه درلودل خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغان غږ(آوا) خبري سايټ ( پاکستانی چارواکی: په دوو میاشتو کې به ټول ناقانونه افغان کډوال بېرته ستانه کړو) ترعنوان لاندي ليکلي دي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت وزیرجان اڅکزي وویل: د دغه هېواد موقت حکومت هڅه کوي چې د راتلونکي کال ترجنورۍ میاشتې پورې ټول غیر قانوني کډوال له دغه هېواده وباسي.
د طلوع نيوز خبري سايټ ( په سن پټرزبورګ کې په نهم نړیوال کلتوري فورم کې د مهاجر فراهي حضور) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د خپرونو معين مهاجر فراهي وايي چې په روسيه کې يې د اسلامي امارت په استازيتوب د سن پترزبورګ په نهم فرهنګي فورم کې ګډون کړی دی.
مهاجر فراهي زیاتوي، دا ډول ناستې کولای شي د هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې او څو اړخیزې کلتوري ستونزې هوارې کړي.
د ۴۱ هېوادونو استازو په سن پټرزبورګ کې په نهم نړیوال کلتوري فورم کې ګډون کړی او د کلتوري ډګر پر ننګونو او د هغوی د حل لارو په اړه خبرې اترې کوي.
فراهي زیاته کړه کلتورونه کولای شي د ولسونو په افکارو کې بدلون راولي.