خبرونهاقتصاد

په قندهار کې د یو واټ د جوړولو کار پیل شو

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
په قندهار کې د یو واټ د جوړولو کار نن پیل شو.
دغه واټ د څلور کیلومترو په اوږدوالي او پنځو مترو په سور د دامان ولسوالۍ لسګونو کلي له لویې لارې سره نښلوي.
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د لارې جوړولو او کلیوالي ملي پروګرام له لارې د دغه واټ د جوړولو او پخولو لپاره ۳۵ میلیونه افغانۍ لګوي.
د قندهار د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې د دغه واټ جوړول یو کال وخت نیسي.
د دغه واټ په جوړېدو سره د کلیو اوسېدونکي کولای شي په آسانۍ او کم لګښت سره خپل کرنیز محصولات بازارونو او ناروغان د ښار روغتونو ته ولېږدوي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته