امنیت

د طالبانو دوه مشهور غړي په سرپل کې ووژل شول

کابل/د مرغومي۱۰مه/باختر
د وسله والو طالبانو دوه مشهور کسان پرون په سرپل کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې له ملي دفاعي او امنیتي منسوبينو سره په نښته کې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په نښته کې درې نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وویل چې په پېښه کې د افغان ځواکونو دوه منسوبين هم برسېرن ټپیان شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته