خبرونهاقتصاد

په قندهار کې د بابو بند جوړ شو

۳۴- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په قندهار کې د بابو بند د جوړولو کار بشپړ شو.
دغه بند د ١٢٦زره مکعب متره اوبو د ساتلو ظرفيت لري او کولاى شي په ارغستان ولسوالۍ کې ۱۰ زره جريبه ځمکه خړوبه کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بابو بند پر جوړولو ۸ میليونو ۵۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.
د قندهار د کرنې او اوبولګولو رييس سيد حفيظ الله سيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه بند تر ځمکې لاندې اوبو په پياوړتيا، د خاورې د ويجاړېدو د مخنيوي، د سېلاوونو مخنيوى، د سيمې د سمسورتيا او څارويو ته د څښاک د اوبو له برابرولو سره سم مرسته کوي.
د قندهار د کرنې او اوبولګولو رييس وايي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستيو دوو کلونو کې د قندهار د ارغستان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د اوبولګولو ٨٣کوچنۍ او سترې پروژې تطبيقې کړې دي.
ختم – ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته