کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
د فراه د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې موظفینو نن ۲ تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ، چې د فراه د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې موظفینو په ۲ جلا جلا عملياتو کې۲ تنه د فراه ښار په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د پلور پرمهال نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه هیرویین او ښيښه ډوله نشه يي توکي او پوځي وسایل تر لاسه شوي دي.
ع