خبرونهاقتصاد

په فراه کې د لسګونو پرمختیايي پروژو کار پیلېږي

۲۷- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
د فراه په جوین او ګلستان ولسوالیو کې د ۲۶ پرمختیايي پروژو د سرې کار بشپړ شوی دی او ډېر ژر پیلېږي.
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې په دغو پروژو کې د استنادي دېوال، د اوبولګولو د کانالونو، د اوبو د بندونو، د چینو او سربندونو، د پلګوټو او د ښوونځیو جوړول شامل دي چې د یادو پروژو په تطبیق سره سلګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبېږي او د موسمي سېلاوونو له خطر څخه خوندي کېږي او دغه راز د زرګونو زده کوونکو لپاره د زده کړې زمینه برابرېږي.
د یادونې وړ ده چې ګلستان ولسوالۍ د فراه له محرومو ولسوالیو څخه ده او په تېرو ۱۸ کلونوکې د نا امنیو په دلیل زیاتې پروژې په دغه ولایت کې نه دي تطبیق شوې.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته