– مهترلام/د چنګاښ ۱۱ مه/باختر
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د نږدې لسو میلیونو افغانیو په لګښت د مشه خېلو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د مشه خېلو ښوونځي ودانۍ دوې اداري او شپږ تدریسي خونې لري چې نږدې لس میلیونه افغانۍ لګښت پرې لګول شوى دی.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ