– کابل/ د غوايي١٥مه/ باختر
په تېرو دوو ورځو کې د فاریاب په ځينو ولسوالیو کې سېلاوونو د دغه ولایت خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الدين محمد د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغه ولايت کې د سېلاونو د راوتلو له امله لس تنه وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
دغه سېلاوونو د استوګنې ۴۰۰ کورونه ، د برېښنا لس بندونه ، ژرندې ، دکانونه او کلينيکونه ويجاړ کړي سربېره پر دې لسګونو څاروي او د بزګرانو او بڼوالو حاصلات یې هم له منځه وړي د یادونې وړ ده چې چهل ګزي او د قیصارو د ولسوالۍ مواصلاتي لاره هم تړل شوې ده.
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د پېښو زیانمنوشویو کسانو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.
\ ج