کابل، د غبرګولي٤مه، باختر
د فارياب په ميمنې ښار کې د (دارت موسسې) پر ٥٤٥ اړمنو کورنيو نغدې پيسې او جامې ووېشلې.
د فارياب د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي سيف الدين جهادي باختراژانس ته وويل چې دغه کورنۍ د موظف هيئت له خوا سروې شوې وې چې د دارت موسسې له خوا پر هرې کورنۍ ۱۸ زره افغانۍ او جامې ووېشل شوې.
د يادونې وړ ده چې څو تنو د دغو کورنيو په استازيتوب د دارت خيريه موسسې له مرستو مننه وکړه او د نورو کورنيو او نړيوالو مرستندويو موسسو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.
\ ذ